Quran Text Translations Spread Documents

Abdulwali Khan


Change Log

Minor fixes
Fri, 1 Jul 2016 00:00:01 -0400
-1,2 +1,2
د اﷲ الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى۔ دى
ټول (د كمال) صفتونه خاص د اﷲ الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
-14,4 +14,4
اﷲ الله د هغوى په زړونو او د هغوى په غوږونو مهر لګولى دى، او د هغوى په سترګو (یوه خاصه) پرده ده، او د هغوى لپاره ډېر لوى عذاب دى
او په خلقو كې ځېنې هغه څوك دي چې وايي: مونږ پر اﷲ الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړى دى، حال دا چې دوى له سَره مومنان نه دي
دوى له اﷲ الله سره دوكه كوي، او له هغو خلقو سره چې ایمان يې راوړى دى، حال دا چې دوى يواځې له هم خپلو ځانونو سره دوكه كوي، او شعور نه لري
د دوى په زړونو كې بېماري ده، نو اﷲ الله دوى ته بېماري ورزیاته كړه، او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى؛ په دې سبب چې دوى به همېشه دروغ ویل
-22 +22
اﷲ الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي
-24 +24
د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو اﷲ الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني
-26,2 +26,2
یا (مثال د دوى) په شان له اسمان نه د ورېدونكي تېز باران دى، چې په هغه كې تیارې او ګړزارى او برېښنا وي، دوى د تندرونو په وجه د مرګ له وېرې نه خپلې ګوتې په خپلو غوږونو كې نَنَباسي، او اﷲ الله كافرانو لره راګېروونكى دى
نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه اﷲ الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه اﷲ الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
-29 +29
هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له اﷲ الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
-33,2 +33,2
بېشكه اﷲ الله د هېڅ مثال په بیانولو نه شرمېږي، د ماشي وي، یا كه له ده نه د زیات (شي) وي، نو هر چې هغه خلق دي چې ایمان يې راوړى دى، نو هغوى پوهېږي چې یقینًا دا د هغوى د رب له طرف نه حق (مثال) دى، او پاتې شو هغه خلق چې كفر يې كړى دى، نو هغوى وايي: اﷲ الله په دې مثال وركولو سره څه اراده كړې ده؟ (نو) هغه (الله) په دې سره ډېرخلق ګمراه كوي او ډېرو ته په دې سره هدایت وركوي او نه ګمراه كوي په دې سره مګر فاسقان
هغه خلق چې د اﷲ الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې اﷲ الله يې د پیوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانیان دي
-37 +37
او كله چې ستا رب ملايكو ته وویل: بې شكه زه په ځمكه كې یو خلیفه پیدا كوونكى یم، هغوى وویل: ایا ته په هغې كې داسې څوك پیدا كوې چې په هغې كې به ورانى كوي او وینې به تُویَوي؟ حال دا چې مونږ ستا له ستایلو سره تسبیح وایو او ستا پاكوالى بیانوو، (اﷲ) (الله) وویل: یقینًا زه پوهېږم په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ
-40 +40
(اﷲ) (الله) وویل: اى ادمه! دوى د هغو (څیزونو) په نومونو خبر كړه، نو كله چې يې دوى د هغو په نومونو خبر كړل، (اﷲ) (الله) وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي چې بېشكه زه د اسمانونو او ځمكې په غیبو (پټو څیزونو) پوهېږم، او پوهېږم په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او په هغه څه چې تاسو پټول
-62 +62
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به هېڅ كله هم پر تا ایمان را نه وړو تر هغه پورې چې مونږ اﷲ الله ښه ښكاره ووینو، نوتاسو تندر ونیولئ او تاسوكتل
-67,3 +67,3
او كله چې موسٰی د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو مونږ وویل: په خپلې امسا سره تیږه (ګټه) ووهه، نو له هغې نه دُولس چینې جارې شوې، یقینًا ټولو خلقو خپل خپل ګودر (د څښاك ځای) وپېژنده، د اﷲ الله له رزق نه خورئ او څښئ، او په ځمكه كې له حده مه تېرېږئ، چې ورانى كوونكي اوسئ
او كله چې تاسو وویل: اى موسٰی! مونږ به په یو خوراك باندې كله هم صبر ونه كړى شو، لهذا زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره هغه څیزونه راوباسي چې ځمكه يې زرغونوي (لكه) د هغې سبزي (ساګ) بادرنګ، هوږه، مسور او پیاز، هغه وویل: ایا تاسو په بدل كې هغه څیز اخيستل غواړئ چې هغه ادنٰی دى د هغه څیز په ځاى چې هغه بهتر دى، نو تاسوكوم ښار ته كوز شئ، پس بېشكه ستاسو لپاره هغه څه دي چې تاسو غوښتي دي، او پر هغوى ذلت او محتاجي مسلط كړى شوه، او راستانه (اخته) شول په غضب سره د اﷲ الله له طرف نه، دا په دې سبب چې یقینًا دوى د اﷲ الله له ایتونو نه انكار كاوه، او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې چې دوى نافرماني كوله، او زیاتى يې كاوه
یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په اﷲ الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي
-71 +71
بیا له دې نه بعد تاسو (له وعدې نه) وګرځېدئ، نو كه پر تاسو باندې د اﷲ الله فضل او د هغه رحمت نه وى، نو تاسو به خامخا تاوانیان شوي وى
-74 +74
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: بېشكه اﷲ الله تاسو ته حكم كوي چې یوه غوا حلاله كړئ، هغوى وویل: ایا ته مونږ مسخره ګرځوې (په مونږ پورې ټوقې كوې)؟ هغه وویل: زه د اﷲ الله پناه غواړم له دې نه چې زه شم له جاهلانو نه
-77 +77
هغوى وویل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې زمونږ لپاره بیان كړي چې هغه څه قسم ده؟ بېشكه چې غواګانې پر مونږه ګَډې وډَې (مشتَبِه) شولې، او كه اﷲ الله وغواړي، بېشكه مونږ خامخا لارموندونكي یو
-79,6 +79,6
او كله چې تاسو یو كس ووژلو، نو د هغه په باره كې تاسو په خپل مینځ كې په جګړه شوئ، او اﷲ الله د هغه څه ښكاره كوونكى و چې تاسو پټول
نو مونږ وویل: دا د ده په څه حصې سره ووهئ، اﷲ الله همداسې مړي ژوندي كوي او تاسو ته خپلې نښې درښَیِي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
بیا له دې نه بعد ستاسو زړونه سخت شول، نو هغه د تیږو په شان دي، یا په سخت والي كې نور هم زیات دي او بېشكه یقینًا ځینې تیږې هغه دي چې له هغو نه وَلِې بهېږي او بې شكه یقینًا ځینې هغه دي چې چوي، نو له هغو نه اوبه راوځي، او خامخا یقینًا ځینې هغه دي چې د اﷲ الله له وېرې نه رارغړي، او اﷲ الله ستاسو له عملونو نه كله هم غافل نه دى
ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د اﷲ الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل
او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ایمان راوړى دى او كله چې د دوى ځینې له ځینو نورو سره يواځې شي (بیا) وايي: ایا تاسو دوى (مومنانو) ته هغه خبرې بیانوئ چې اﷲ الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ!
ایا دغه (خلق) په دې نه پوهېږي چې یقینًا اﷲ الله په هغو خبرو پوهېږي چې دوى يې پټوي او په هغو چې دوى يې ظاهروي
-86,2 +86,2